اسلام آباد 30 ستمبر(اے پي پي )د توان (پاور ډويژن) وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري په مشرۍ كښې د پاور ډسټري بيوشن ??مپ??و كاركردګۍ په اړه غونډه وشوه چې پكښې د ډسكوز بورډز چيئرمېن او چيف ايګزېكټو افسرانو ګډون وكړو۔د ګل په ورځ شوې غونډه كښې د جولائي او اګست مياشتو په مهال د لائن لاسز ا?? بلونو وصولۍ كاركردګۍ جائزه واخستلے شو۔وفاقي وزير په ناوړه كاركردګۍ د ??مپ??و مینجمنټ څخه د خفګان څرګندونه وكړه ٬ ده ووئېل په خرابه كاركردګۍ د ??مپ??و افسرانو په ضد به سخت انتظامي كاروائي په عمل كښې راوستلې شي۔په غونډه كښې چيئرمېنز ا?? سي اي اوز د خپلو خپلو ??مپ??و صورتحال٬اقدامات او مسئلو په اړه بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري ووئيل په لائن لاسز كښې كمے او ريكوريز كښې ښه والي لپاره هرې ??مپ??ۍ ته لا فعاله حكمت عملۍ خپلولو ته ضرورت دے دغسې چې د ??مپ??و مالي حالات ښه شي۔د دې نه علاوه ده ټولو چارواكو ته هدايت وكړے شو چې هره مياشت دې په لسمه نېټه جائزه غونډه وكړې شي چې وفاقي وزير پخپله د ډسكوز مياشتنې كاركردګۍ جاج واخلي۔اويس لغاري د دې عزم پخلے وكړو چې د حكومتي هڅو په سبب به راتلونكو مياشتو كښې په ريكوريز كښې اضافه او په لائن لاسز كښې ښكاره كمے راشي۔
Nguồn bài viết : Thuật toán bắn cá