اسلام ??باد۔20اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي په آئ??ني بدلونونو كوم كار تندۍ سره نه دے شوے ٬ په دې بشپړه خبرې شوي٬ كوم هم سياسي ګوند مشاورت څخه بهر نه دے ساتلے شوے۔ د اتوار په ورځ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره په ګډه پارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده د آئینی پېکېج کابینې څخه منظوري قام لپاره يو مهم سنګ ميل ګرځولو سره ووئيل نن پاكستاني اولس ٬ رياست او پارليمان لپاره يوه تاريخي ورځ ده۔ د كال 1973ء په آئ??ن كښې پارليماني جمهوريت معارفي كړې شوې ؤ٬ د پارليمان د سرلوړۍ حوالې سره آئ??ن بالكل واضحه دے۔ وفاقی وزیر ووئيل كله چې د محترمې بے نظیر بھټو او نواز شریف ترمينځه په چارټر آف ډیموکرېسی لاس ليك شوے ؤ نو اولس ته د آسان او فوري انصاف وركولو معامله په هغې كښې شامل وه۔ ده ووئيل په آئ??ني بدلونونو كوم كار تندۍ سره نه دے شوے ٬ په دې بشپړه خبرې شوي٬ كوم هم سياسي ګوند مشاورت څخه بهر نه دے ساتلے شوے۔ ده ووئيل په سياسي ټولنو كښې سياسي ملاقاتونه د جمهوريت حسن وي ٬ د ټولو سياسي ګوندونو ترمينځه په آئ??ني بدلونونو د ملاقاتونو لړۍ روانه پاتې شوه۔ ده ووئيل كابينې د وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د هڅو ستائنه وكړه٬ هغه د تېرو دوه نيمو مياشتو په مهال په دې بشپړه خواري وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف د ټولو اتحادي ګوندونو هم مننه ك??ې ده۔ وزير اعظم په خاص توګه د بلاول بھټو منه وكړه چا چې آئ??ني بدلونونو لپاره مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل كابينې د وزيراعظم اسحاق ډار ٬ رانا ثناﺀ ، نوید قمر او شیری رحمان په شمول د نورو لارښودو هم مننه وكړه كومو چې د آئ??ني بدلونونو حوالې سره خپل مثبت او مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل مونږ چې په خپل منشور او چارټر آف ډېموکرېسی كښې كومې وعدې كړې وه هغه نن ترسره كيږي۔ ده ووئيل كه په عدلیه كښې د تقررۍ عمل وي يا د احتساب معامله ٬ دا له سپېځلې كولې شي۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون يو لويے چ??لن?? دے ٬ د موسمياتي بدلونونو حوالې سره صوبو سر?? د ??مكارۍ لا ښه كولو له او د موسمياتي بدلون چ??لن?? په غوره ډول مقابله كولو له په آئ??ني پېكېج كښې شق اېښودلے شوے دے۔
Nguồn bài viết : Max 3D