سوات 29 اكتوبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو او سيفران وفاقي وزير انجينئر اميرمقام وئيلي دي د حكومت په ھڅو معيشت مستحكم شوے،هېواد كښې د ګرانۍ شرح كښې كمے راغلے ٬ د پي ټي آئي باني لپ??ره په نړيواله كچه لابنګ كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ور?? خوازه خيله ګرډ سټيشن كښې د فيډرز پرانستي نه پس اولسي غونډي ته و??نا كښې وكړه۔اميرمقام وو??يل د وزيراعظم په هڅو هېواد كښې روپۍ مستحكمه شوې ، ګراني هم يو ډيجټ ته راغلې،حكومتي اقدامات په وجه سټاك ايكسچينج كښې ريكارډ بزنس شوے، د وفاقي حكومت په هڅو هېواد كښې سرمايه كاري كېږي۔ده وو??يل حكومت كامياب اېس سي او كنفرنس كړے چې پكښې د غړو هېوادونو لارښودو ګډون كړے او شنګھائي مرستي كونسل غونډي سره د پاكستان مثبت تشخص په رامخې ته شوے۔ده وو??يل هېواد كښې سرمايه كاري كېږي ،حكومت آئي ايم ايف سره لوظنامه لاس ليك كړې ،سټاك ايكسچينج كښې ريكارډ اضافه رامخې ته شوې۔وفاقي وزير وو??يل د پي ټي آئي ايجنډا چرې هم د پاكستان نه وه،هغه يو ګوند ؤ كوم چې په دروغو روان ؤ د ،9 مئي مجرمانو خوشي كولو له بهر هېوادونو كښې لابنګ كيږي،د هغوي ايجنډا يواځي د يو كس راخوشي كول دي۔ وفاقي وزير د فلسطين او كشمير په نظر انداز كولو د بشري حقونو په تنظيمونو ټكونه كولو سره وو??يل غزه او مقبوضه كشمير كښې څه روان دي،د بشري حقونو چمپيئن په فلسطين او كشمير كښې ظلمونه نه ويني،آيا دا د بشري حقونو خلاف و??زي نه ده۔اميرمقام وو??يل مونږ د هندي جارحيت په ضد توره ور?? لمانځلې ،هند په مقبوضه كشمير كښې ظلمونه كوي۔دې څخه وړاندې وفاقي وزير انجينئر امير مقام د خوازه خيله ګرډ سټيشن كښې د نوې فيډرز پرانسته وكړه كومه چې د سيمي د اولس پخوانۍ غوښتنه وه
Nguồn bài viết : Thống Kê Loto